سوره فاطر (خالق) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۳۱

وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِيرٌ بَصِيرٌ 31 ٣١

او هغه څه چې مونږ تا ته له كتابه وحي كړي دي هم دغه حق دي، په داسې حال كې چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې وو، بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې خامخا ښه خبردار، ښه لیدونكى دى (۳۱)

تفسیر
او ای رسوله! له کتابه مو د داسې حق وحي تاته کړې چې هيڅ شک پکې نشته، هغه الله د پخوانيو کتابونو د تصديق کوونکي په توګه نازله کړې ده، بېشکه الله پر خپلو بندګانو ليدونکی دی، او هغه د هر امت رسول ته هغه څه وحي کوي چې په خپله زمانه کې ورته اړتيا لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ