سوره فاطر (خالق) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۳۲

ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۖ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ وَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ 32 ٣٢

بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې مینځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته ړومبى كېدونكي دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى (۳۲)

تفسیر
بيا مو د محمد صلی الله عليه وسلم هغه امت ته چې له امتونو مو غوره کړی وو قرآن ورکړ، نو ځينې يې د نارواوو په ترسره کولو او واجباتو په پرېښودلو پر ځان ظلم کوونکي دي او ځينې يې د واجباتو په کولو او نارواوو په پرېښودلو منځلاري دي سره له دې چې د ځينو مستحباتو پرېښودونکي او ځينو مکروهاتو ترسره کوونکي دي، او ځينې د الله په امر ښېګڼې ته مخکې کېدونکي دي، هغه د واجباتو او مستحباتو په کولو او حرامو او مکروهاتو په پرېښودلو سره، دغه ياد شوي چې د دغه امت غوره کول او هغوی ته د قرآن ورکول هغه لوی فضل دی چې هيڅ فضل نه شي ور نېږدې کېدلای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ