سوره فاطر (خالق) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۳

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ 3 ٣

اى خلقو! تاسو د الله هغه نعمتونه یاد كړئ چې په تاسو شوي دي۔، ایا له الله نه غیر (بل) خالق شته، چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه رزق دركوي؟ نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو كوم اړخ ته تاسو ګرځولى كېږئ (۳)

تفسیر
اې خلکو! پر تاسو د الله پېرزوينه په خپلو زړونو، ژبو او د غړو په اعمالو ياده کړئ، ايا تاسې لره له الله پرته بل پيداکوونکی شته چې له اسمانه د باران په اورولو روزي درکړي او له ځمکې روزي درکړي چې مېوې، کښتونه او له دغه پرته نور شيان را شنه کړي؟ له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، نو له دغه وروسته له حقه چېرې مخونه اړوئ او پر الله درواغ تړئ او ګومان کوئ چې الله لره شريکان دي، حال داچې همغه دی چې تاسې يې پيداکړي ياست او روزي درکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ