Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 3 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ 3
ترجمه:
اى خلقو! تاسو د الله هغه نعمتونه یاد كړئ چې په تاسو شوي دي۔، ایا له الله نه غیر (بل) خالق شته، چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه رزق دركوي؟ نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو كوم اړخ ته تاسو ګرځولى كېږئ فاطر ۳۵:۳
تفسیر:
اې خلکو! پر تاسو د الله پېرزوينه په خپلو زړونو، ژبو او د غړو په اعمالو ياده کړئ، ايا تاسې لره له الله پرته بل پيداکوونکی شته چې له اسمانه د باران په اورولو روزي درکړي او له ځمکې روزي درکړي چې مېوې، کښتونه او له دغه پرته نور شيان را شنه کړي؟ له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، نو له دغه وروسته له حقه چېرې مخونه اړوئ او پر الله درواغ تړئ او ګومان کوئ چې الله لره شريکان دي، حال داچې همغه دی چې تاسې يې پيداکړي ياست او روزي درکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 2 راتلونکې فاطر • آیت 4