او كه چېري دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له تا نه د مخكینو رسولانو هم تكذیب شوى دى، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځولى شي فاطر ۳۵:۴ ⧉
تفسیر:
او ای رسوله! که ستا قوم ته درواغجن ګڼلی یې، نو صبر وکړه، ته لومړنی رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی وي، له شک پرته له تا مخکې امتونو لکه عاد، ثمود او د لوط قوم خپل رسولان يې درواغجن ګڼلي دي، او یوازې یو الله ته ټولې چارې ورګرځول کيږي، نو درواغ ګڼونکي به تباه کړل شي، او د هغه د رسولانو او مؤمنانو مرسته به وکړل شي.