سوره فاطر (خالق) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۴۲

وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ جَاءَهُمْ نَذِيرٌ لَيَكُونُنَّ أَهْدَىٰ مِنْ إِحْدَى الْأُمَمِ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُمْ نَذِيرٌ مَا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا 42 ٤٢

او دوى په الله قسمونه وخوړل، خپل پاخه قسمونه، خامخا كه دوى ته كوم وېروونكى راغى (نو) دوى په خامخا ضرور په امتونو كې له هر یو نه ډېر هدایت موندونكي وي، نوكله چې دوى ته وېروونكى راغى، نو دوى ته يې زیاته نه كړه مګر تېښته (۴۲)

تفسیر
او دغو درواغ ګڼونکو کافرانو سختې او ټينګې لوړې وکړې: که چېرې هغوی لره د الله له لوري رسول راشي چې د الله له عذابه يې ډاروي، نو هغوی به هرومرو له يهودو، نصاراوو او نورو څخه زيات په سمه لار او د حق پيروان وي، خو کله چې محمد صلی الله عليه وسلم هغوی ته د خپل پالونکي لخوا د رسول په توګه راغی چې هغوی يې د الله له عذابه وېرول، د هغه راتګ ورته له حقه د لېرې والي او له باطل سره تر تړاو پرته بل څه ور زيات نه کړل، نو پر هغه څه يې وفا ونه کړه چې ټينګې لوړې يې پرې کړې وې چې هغوی به تر هغو زيات په سمه لار وي چې له هغوی مخکې تېر شوي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ