سوره فاطر (خالق) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۹

وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَىٰ بَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ كَذَٰلِكَ النُّشُورُ 9 ٩

او الله هغه ذات دى چې بادونه رالېږي، پس هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي، بیا مونږ هغه (ورېځ) مړ ښار ته بوځو، بیا په هغې سره ځمكه راژوندۍ كړو، د هغې له مرګ نه پس، ۔ همداسې به وي بیا ژوندي پورته كول (۹)

تفسیر
او الله هغه ذات دی چې بادونه يې لېږلي، دغو بادونو ورېځو ته خوځښت ورکړی، او ورېځې مو داسې ښار ته چلولې دي چې هلته شينګيا نشته، نو د هغو په اوبو مو ځمکه د هغې له وچ والي وروسته د شينګيوو په راټوکولورا ژوندۍ کړې ده، لکه څنګه مو چې دغه ځمکه د هغې له مړينې وروسته په هغې کې د شينګيوو په اېښودلو سره ژوندۍ کړې ده، همدارنګه به د قيامت په ورځ د مړو بېرته را ژوندي کول وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ