سوره یس (یاسین) (آیت 11)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
36
یس(يس)، آیت ۱۱
إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَٰنَ بِالْغَيْبِ ۖ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ
بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه څوك وېروې چې د ذكر (قرآن) پیروي كوي او له رحمٰن نه په نالیدلو وېرېږي، نو ته دغه كس ته د مغفرت او د ډېر عزت والا اجر زېرى وركړه (۱۱)
تفسیر
بېشکه څوک چې په حقه ستا له وېرولو ګټه پورته کوي هغه څوک دي چې دغه قرآن رېښتينی بولي او په هغو کې چې څه دي د هغو پيروي کوي او په پټه له خپل پالونکي ډاريږي، داسې چې بل څوک يې نه ويني، نو څوک چې دغه صفتونه لري هغو ته د هغه څه خبر ورکړه چې خوشحالوي يې چې هغه د الله د لوري د ګناهونو له مینځه وړل دي،او د هغه د ګناهونو بښنه او داسې لوی ثواب دی چې په آخرت کې به يې انتظار کوي چې هغه جنت ته ننوتل دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: