سوره یس (یاسین) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۱۹

قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ ۚ أَئِنْ ذُكِّرْتُمْ ۚ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ مُسْرِفُونَ 19 ١٩

دغو (پېغمبرانو) وویل: ستاسو بدفالي له هم تاسو سره ده، ایا نو كه تاسو ته پند دركړى شي (نو تاسو دغه ته بدفالي وایئ؟) بلكې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ (۱۹)

تفسیر
رسولانو پر هغوی د رد په توګه وويل: بدپالي مو پر تاسو لازمه ده ستاسو پر الله د کفر او د هغه د رسول د پيروۍ د پرېښودو له امله، ايا تاسو بدپالي نيسئ که موږ الله در په ياد کړو؟ بلکې تاسو داسې قوم ياست چې د کفر او ګناهونو په ترسره کولو کې له بريده اوړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ