سوره یس (یاسین) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۲۸

وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَىٰ قَوْمِهِ مِنْ بَعْدِهِ مِنْ جُنْدٍ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنْزِلِينَ 28 ٢٨

او مونږ له هغه نه وروسته د ده په قوم باندې له اسمان نه هېڅ لښكر راكوز نه كړ او نه مونږ نازلوونكي وو (۲۸)

تفسیر
او موږ د هغه د قوم د تباه کولو لپاره کوم چې هغه يې درواغجن بللی او وژلی يې دی، د پرېښتو لښکر نه لېږو، چې له اسمانه يې ولېږو، او نه موږ پر امتونو د پرېښتو لېږونکي يو، کله يې چې تباه کوو، نو کار يې موږ ته تردې هم ډېر اسانه دی، نو د هغوی تباهي له اسمانه په يوه چېغه کوو، نه د عذاب د پرېښتو په لېږلو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ