سوره یس (یاسین) (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۳۳

وَآيَةٌ لَهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ 33 ٣٣

او د دوى لپاره یوه لویه نښه مړه (وچه كلكه) ځمكه ده، چې مونږ هغه ژوندۍ كړه او له هغې نه مونږ دانې راووېستې، نو د دغو (دانو) ځنې دوى خوراك كوي (۳۳)

تفسیر
داښه دلیل دی دقیامت نه منونکوته په حقانیت دقیامت چې په دې وچه کلکه ځمکه مو له آسمانه باران را و وراوه، نو ډول ډول شینکي مو پرې را شنه کړل او قسما قسم دانې مو پرې را وویستلې ددې دپاره چې خلک یې وخوري، نو هغه چا چې دا ځمکه یې د باران په را ورولو او شینکیو په شنه کولو ژوندۍ کړې ځواکمن دی په ژوندي کولو د مړو او په دوباره پاڅون د هغوی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ