سوره یس (یاسین) (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۵۲

قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَرْقَدِنَا ۜ ۗ هَٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ 52 ٥٢

دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! مونږ له خپل خوب ځاى نه چا راپاڅولو؟ (جواب به وركړى شي) دا هغه (ژوندون) دى چې رحمٰن يې وعده كړې وه او رسولانو رښتیا ویلي وو (۵۲)

تفسیر
دغه په پاڅون کفر کوونکي دروغجنونکي به په داسې حال کې وایي چې پښیمانه به وي: ای زمونږ زیانه، څوک دی هغه چې مونږ یې له قبرونو څخه پاڅولو؟! نو ځواب به ورته وویل شي: دا هغه ژمنه ده چې الله کړې بېشکه واقع کېدونکې ده، او پېغمبرانو رښتیا ویلي وو په هغه څه کې چې د خپل رب لخوا یې رسولې وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ