او مونږ ده ته شعر نه دى ښودلى او نه دا له ده سره ښايېږي، نه دى دا كتاب مګر نصیحت دى او بیانوونكى قرآن دى (۶۹)
تفسیر
او مونږ نه محمد صلی الله علیه وسلم ته شعر ښوولی ؤ او نه ورسره ښایي؛ ځکه چې د ده په طبیعت کې نشته او د ده مزاج یې نه غواړي، څو ستاسو دا دعوه درسته شي چې شاعر دی، هغه څه چې مونږ ورښوولي نه دي پرته له ذکر او څرګند قرآن څخه د هغه چا لپاره چې سوچ پرې کوي.