سوره یس (یاسین) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۷۵

لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُحْضَرُونَ 75 ٧٥

دغه (معبودان) د دوى د مدد كولو طاقت نه لري، په داسې حال كې چې دوى (مشركان) به دغو (معبودانو) ته حاضر كړى شوى لښكر وي (۷۵)

تفسیر
دغه باطل معبودان چې دوی نیولي د خپلو ځانونو مرسته نشي کولی او د هغو کسانو چې له الله پرته یې د دوی عبادت کولو، او دوی او د دوی بوتان به ټول په عذاب کې حاضر وي هر یو به له بل څخه بېزاره وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ