سوره یس (یاسین) (آیت 79)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
36
یس(يس)، آیت ۷۹
قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ
ته (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى (۷۹)
تفسیر
ورته په ځواب کې وایه -ای محمده-: دا خاورې شوي هډوکي به هغه څوک را ژوندي کوي چا چې لومړي ځل پېدا کړي وو، نو چا چې په لومړي ځل پېدا کړي هغه یې د ژوند بېرته ورګرځولو څخه نه ناتوانه کېږي، او هغه سپېڅلی په هر ډول پېدایښت ښه پوهه دی، هېڅ شی ترینه نشي پټېدلای.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: