سوره یس (یاسین) (آیت 81)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۸۱

أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ ۚ بَلَىٰ وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ 81 ٨١

ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، په دې نه دى قادر چې هغه د دوى په شان (نور مخلوق) پیدا كړي؟ ولې نه! او هم دى ښه پیدا كوونكى، ښه پوه دى (۸۱)

تفسیر
آیا هغه ذات چې آسمانونه او ځمکه یې سره له لویوالي پېدا کړي قادر نه دی په ژوندي کولو د مړو وروسته له مرګ نه؟ ولې نه، بېشکه خامخا پرې قادر دی او هغه ښه پېدا کونکی دی چې ټول مخلوقات یې پېدا کړي، ډیر پرې پوه دی، هېڅ شی هم ترې نه پټېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ