ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، په دې نه دى قادر چې هغه د دوى په شان (نور مخلوق) پیدا كړي؟ ولې نه! او هم دى ښه پیدا كوونكى، ښه پوه دى یس ۳۶:۸۱ ⧉
تفسیر:
آیا هغه ذات چې آسمانونه او ځمکه یې سره له لویوالي پېدا کړي قادر نه دی په ژوندي کولو د مړو وروسته له مرګ نه؟ ولې نه، بېشکه خامخا پرې قادر دی او هغه ښه پېدا کونکی دی چې ټول مخلوقات یې پېدا کړي، ډیر پرې پوه دی، هېڅ شی هم ترې نه پټېږي.