سوره المنافقون (منافقین) (آیت 1)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




63 المنافقون(المنافقون)، آیت ۱

إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ 1 ١

(اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې۔ او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي (۱)

تفسیر
اې رسوله! کله چې ستا مجلس ته هغه منافقان حاضر شي چې اسلام ښکاره کوي، او کفر پټوي، وايي: موږ شاهدي ورکوو چې بېشکه ته هرومرو په حقه د الله رسول يې، او الله پوهيږي چې بېشکه ته په حقه د هغه رسول يې، او الله شاهدي ورکوي چې منافقان هرومرو درواغجن دي په هغه څه کې هغوی يې دعوا کوي چې پرته له شکه هغوی د زړونو له تلې شاهدي ورکوي چې ته د هغه رسول يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ