سوره یس (یاسین) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۸

إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِيَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُمْ مُقْمَحُونَ 8 ٨

بېشكه مونږ د دوى په غاړو (څټونو) كې طوقونه اچولي دي، نو دغه (طوقونه)  تر زنو پورې دي، نو (په دې سره) دوى جګ سري كړى شوي دي (۸)

تفسیر
هغوی په دې کې د هغه چا غوندې دي چې په غاړو کې يې ځنځيرونه ور اچول شوي وي، او لاسونه يې له غاړو سره تر زنو لاندې يوځای کړل شوي وي، نو د آسمان خوا ته د خپلو سرونو پورته کولو ته اړشوي وي، چې د ټيټولو توان يې نه لري، نو دغه پر الله له ايمان څخه تړل شوي دي چې پر هغه باور نه لري او د هغه لپاره سرونه نه شي ټيټولی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ