سوره الصافات (لیک بندي شوي) (آیت 102)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




37 الصافات(الصافات)، آیت ۱۰۲

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَىٰ فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَىٰ ۚ قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ 102 ١٠٢

نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل: اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې (۱۰۲)

تفسیر
کله چې اسماعيل ځوان شو او د ځان او پلار هڅه يې درک کړه، پلار يې ابراهيم خوب وليدی او د نبيانو خوب وحي وي، ابراهيم خپل زوی ته د دغه خوب له مفهومه په خبرولو وويل: اې زويکیه! زه دې په خوب وينم چې زه تا ذبحه کوم، نو وګوره ته په دې اړه څه نظر لرې؟ اسماعيل خپل پلار ته په ځواب ورکولو وويل: اې پلار جانه! ترسره کړه هغه څه چې الله زما د ذبحه کولو امر درته کړی دی، که الله غوښتل ته به مې د الله په پرېکړه له زغمونکو او خوښو ومومې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ