سوره الصافات (لیک بندي شوي) (آیت 105)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
37
الصافات(الصافات)، آیت ۱۰۵
قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا ۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ
یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو (۱۰۵)
تفسیر
بېشکه هغه څه دې ریښتیا کړل کوم چې تا خوب کې ليدلي وچې د زوی د حلالولو هوډ دې درلود، بېشکه -لکه څرنګه چې مونږ تا ته د دغه ستر ازمیښت څخه د خلاصون بدله درکړه- همداسې بدله نیکانو ته هم ورکوو نو د ازمیښتونو او سختیو څخه یې خلاصوو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: