سوره ص (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




38 ص(ص)، آیت ۲۶

يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ 26 ٢٦

اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره (۲۶)

تفسیر
ای داوده! بېشکه مونږ ته پر ځمکه کې خلیفه وګرځولې چې احکام نافذوې او دیني او دنیوي مسائل فېصله کوې، نو د خلکو ترمنځ په انصاف سره پرېکړه کوه، او د خلکو تر منځ د فیصلې کولو پر مهال هوس پسې مه ځه؛ چې یو جګړه مار ته د خپلولۍ یا دوستۍ له کبله ورکوږ شې او بل څخه د دښمنۍ له کبله کوږ شې، نو هوس به دې د الله له نېغې لارې څخه بې لارې کړي، بېشکه هغه کسان چې د الله له نېغې لارې څخه بې لارې کېږي هغوی لپاره ځواکمن عذاب دی، لدې کبله چې د حساب ورځ یې هېره کړې؛ ځکه که چېرې یې په یاد وی او ترې ډارېدلی نو خپلو هوسونو سره به نه کږېدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ