سوره ص (آیت 44)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
38
ص(ص)، آیت ۴۴
وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِهِ وَلَا تَحْنَثْ ۗ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا ۚ نِعْمَ الْعَبْدُ ۖ إِنَّهُ أَوَّابٌ
او ته په خپل لاس سره جارو ونیسه، نو په هغې سره وهل وكړه او مه حانث كېږه، بېشكه مونږ هغه صابر ومونده، (هغه) ښه سړى و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و (۴۴)
تفسیر
کله چې ایوب علیه السلام خپلې میرمنې ته غصه شو، نو قسم یې وخوړ چې خامخا به یې سل درې وهي، مونږ ورته وویل: ای ایوبه! د ډکو یوه ګېډۍ دې په لاس کې واخله نو د خپل قسم څخه د خلاصېدو په موخه يې پرې ووهه، او په هغه قسم چې تا کړې ځان مه ګنهګاروه، نو د ډکو ګېډۍ یې واخیسته او پرې یې ووهله، بېشکه مونږ ده لره په هغه څه چې پرې مو ازمایلی و صبر کوونکی وموند، څومره ښه بنده ؤ هغه، بېشکه الله ته زیات ورګرځېدونکی ؤ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: