سوره ص (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




38 ص(ص)، آیت ۴

وَعَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ ۖ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَٰذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ 4 ٤

او دوى په دې وجه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى ځنې یو وېروونكى راغى او كافرانو وویل: دا (پېغمبر) جادوګر دى، سخت دروغجن دى (۴)

تفسیر
او په دې حیران شو چې کله ورته له خپلو څخه رسول راغی چې د الله له عذاب څخه یې وېرول که چېرې په خپل کفر پاتې شي، او کله چې کافرانو د هغه څه د ریښتنولۍ دلائل ولېدل چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي نو ویې ویل: دا سړی کوډګر دی په خلکو کوډې کوي، په خپله دې دعوا کې دروغجن دی چې د الله لخوا رسول دی او وحی ورته کېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ