سوره ص (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




38 ص(ص)، آیت ۶۰

قَالُوا بَلْ أَنْتُمْ لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ۖ أَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا ۖ فَبِئْسَ الْقَرَارُ 60 ٦٠

هغوى به ووايي: بلكې تاسو چې یئ، تاسو ته دې هېڅ خوشالي نه وي، تاسو دغه (عذاب) مونږ ته راوړاندې كړى دى، نو دا (دوزخ) بد قرار ځاى دى (۶۰)

تفسیر
د تابعدارانو ډله به خپلو مشرانو ته وایي: بلکې تاسو -ای تابعداري کړل شوو مشرانو- ته دې هرکلی نه وي، هم تاسو زمونږ د دې دردناک عذاب لامل یاست زمونږ په بې لارې کولو او ستاسو په سرکښۍ کولو، نو بد تمځای خو همدا تمځای دی، د ټولو هغه تمځای چې د دوزخ اور دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ