سوره ص (آیت 6)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
38
ص(ص)، آیت ۶
وَانْطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَىٰ آلِهَتِكُمْ ۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ
او له دوى څخه (د كفارو) مشران لاړل، چې (ویل يې:) ځئ او په خپلو معبودانو ټینګ اوسئ، بېشكه دغه (توحید) خامخا یو داسې شى دى چې غوښتنه يې كولى شي (زمونږ نه) (۶)
تفسیر
او سرداران او مشران یې ولاړل په داسې حال کې چې خپلو تابعدارانو ته ویونکي وو: په هغه څه (لاره) ځئ چې مخکې پرې وئ او د محمد په دین کې مه ننوځئ او د خپلو خدایانو پر عبادت ټینګ شئ، بېشکه هغه څه چې محمد ورته تاسو رابلي چې یوازې د یو خدای عبادت دی دا یو غرضي کار دی چې غواړي پر مونږ ځان لوړ کړي او مونږ د هغوی پېروان شو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: