سوره ص (آیت 9)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
38
ص(ص)، آیت ۹
أَمْ عِنْدَهُمْ خَزَائِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِيزِ الْوَهَّابِ
ایا له دوى سره ستا د رب د رحمت خزانې دي (هغه رب) چې ډېر غالب، عطا كوونكى دى؟ (۹)
تفسیر
آیا دې دروغجنونکو مشرکانو سره ستا د هغه برلاسي رب چې هېڅوک پرې نشي برلاسی کېدلای د فضل خزانې دي؟ هغه ورکوي څه چې وغواړي چاته چې وغواړي، او د هغه د فضل د خزانو څخه نبوت (پېغمبري) ده، نو چاته چې خوښه وي ورکوي یې او دا (پېغمبري) د دوی په واک کې نده څو یې ورکړي هغه چاته چې د دوی خوښه وي او له چا چې وغواړي منعه یې کړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: