سوره الزمر (ډلې) (آیت 10)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
39
الزمر(الزمر)، آیت ۱۰
قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۗ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ ۗ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ
ته (دوى ته د الله له جانبه) ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى: تاسو له خپل رب نه ووېرېږئ، د هغو كسانو لپاره چې په دنیا كې يې نېكي كړې ده؛ لویه نېكي (او بدله) ده او د الله ځمكه فراخه ده، بېشكه يواځې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره وركاوه شي (۱۰)
تفسیر
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته چې پر ما او زما په رسولانو یې ایمان راوړی ووایه: د خپل رب څخه د هغه د اوامرو په تر سره کولو، او د هغه له نواهیو په ځان ساتلو ووېریږئ، د هغو کسانو لپاره چې په دنیا کې یې نېک عمل ترسره کړی، په دنیا کې نېکه (بدله) ده په بریا، صحت او مال سره، او په آخرت کې په جنت سره، او د الله ځمکه پراخه ده، نو تاسو ورته هجرت وکړئ څو داسې ځای ومومئ چې د الله عبادت پکې وکړئ، هېڅ منع کوونکی مو ترې منع نه کړي، بېشکه صبر کوونکو ته د قیامت په ورځ بې شمیره او بې اندازې ثواب ورکول کېږي د ډیروالي او د ډولونو له امله.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: