سوره الزمر (ډلې) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۱۸

الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ ۚ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ 18 ١٨

هغه (بنده ګان) چې خبره په غور سره اوري، نو د هغې د تر ټولو ښې پیروي كوي، دا هغه كسان دي چې الله دوى ته هدایت كړى دى او همدغه كسان د خالص عقل والا دي (۱۸)

تفسیر
هغه کسان چې خبرې ته غوږ نیسي او د ښو او بدو ترمنځ توپیر کوي، نو د ښایسته خبرې تابعداري کوي ځکه چې ګټه پکې وي، په همدې صفتونو نومول شوي خلک هغه دي چې الله ورته د هدایت وس ورکړی، او همدوی د روغو عقلونو څښتنان دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ