سوره الزمر (ډلې) (آیت 24)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
39
الزمر(الزمر)، آیت ۲۴
أَفَمَنْ يَتَّقِي بِوَجْهِهِ سُوءَ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ وَقِيلَ لِلظَّالِمِينَ ذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْسِبُونَ
ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ سره ځان بچ كوي له سخت عذاب نه په ورځ د قیامت كې او ظالمانو ته به وویل شي: تاسو وڅكئ (سزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول (۲۴)
تفسیر
آیا برابر دی هغه کس چې الله ورته لارښوونه کړې، او په دنیا کې یې وس ورکړی او په آخرت کې یې جنت ته ننویستی، او هغه کس چې کفر یې کړی او په خپل کفر مړ شوی، نو دوزخ ته تړل شوي لاسونه او پښې یې ورننویستی، نشي کولای چې له اور څخه ځان وساتي مګر پړمخ؟! او هغو ظالمانو ته چې په کفر او ګناهونو کولو یې پر ځانو ظلم کړی د زورنې په ډول وویل شي: د هغه کفر او ګناهونو سزا وڅکئ چې کول مو، همدا مو بدله ده.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: