سوره الزمر (ډلې) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۳۲

فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَبَ عَلَى اللَّهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءَهُ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْكَافِرِينَ 32 ٣٢

نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي او رښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رښتیا) ده ته راشي؟ ایا په دوزخ كې د كافرانو لپاره استوګنځى نشته؟ (۳۲)

تفسیر
تر هغه زيات ظالم نشته چې الله ته د شريک، ښځې او بچي نسبت کوي چې له هغه سره نه ښايي، او نه تر هغه زيات ظالم شته چې د الله د رسول صلی الله عليه وسلم راوړې وحي درواغ ګڼي، آيا هغه کسان چې پر الله او پر هغه څه کافران دي چې د هغه رسول راوړي د هغوی ځای او هستوګنه په اور کې نه ده؟! ولې نه، له شک پرته د هغوی ځای او هستوګنه به هملته وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ