سوره الزمر (ډلې) (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۳۷

وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُضِلٍّ ۗ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انْتِقَامٍ 37 ٣٧

او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته. ایا الله ښه غالب او انتقام والا نه دى؟ (۳۷)

تفسیر
او چاته چې الله د لارښوونې توفيق ورکړي، نو هيڅ داسې لار ورکوونکی نشته چې لار ترې ورکه کړي، آيا الله داسې برلاسی نه دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدلای، له هغه چا غچ اخېستونکی چې پر هغه (الله) يې کفر کړی او سرغړونه يې ترې کړې؟! ولې نه، له شک پرته هغه برلاسی غچ اخېستونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ