سوره الزمر (ډلې) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۳

أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ۚ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَىٰ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ 3 ٣

خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي:) مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، ښه نژدې كول، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي (۳)

تفسیر
خبر اوسئ چې الله لره له شرک څخه تش دین دی، او کومو خلکو چې له الله پرته بوتان او باطل معبودان په دوستۍ نیولي له الله پرته یې په دې بهانه بندګي کوي چې: مونږ د دوی عبادت نه کوو مګر دې لپاره چې الله ته مو مرتبه کې ورنږدې کړي، او زمونږ اړتیاوې ورته پورته کړې، او د هغه په وړاندې زمونږ سفارش وکړي، بېشکه الله د مومنو موحدینو او کافرو مشرکانو تر منځ د قیامت په ورځ فیصله کوي، د هغه توحید په اړه چې دوی پکې اختلاف کولو، بېشکه الله حق ته نه رسوي هغه څوک چې په الله درواغ وایې چې هغه ته شریک منسوبوي، د الله په نعمتونو ډېر نا شکره وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ