سوره الزمر (ډلې) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۴۲

اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا ۖ فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَىٰ عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَىٰ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 42 ٤٢

الله نفسونه (ساګانې) قبضوي د هغو د مرګ په وخت كې او هغه (نفس) چې مړ نه وي د (هغه ساه) د خوب په وخت كې (قبضوي)، بیا هغه (ساه) ساتي چې په هغې يې د مرګ فیصله كړې وي او هغه بله تر مقررې نېټې پورې راخوشې كړي، بېشكه په دغو (قبض، ساتلو او پرېښودلو) كې خامخا لويې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي (۴۲)

تفسیر
همغه الله دی چې د وختونو له پای ته رسېدلو سره ساګانې اخلي، او د خوب پرمهال هغه ساګانې اخلي چې وختونه يې پای ته نه وي رسېدلي، نو پر کومو چې د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي، او پرکومو چې پرېکړه نه وي شوې هغه له خپلې پوهې سره سم تر ټاکلې مودې پورې راليږي، له شک پرته په دغه اخېستلو، پرېښودلو، مړه کولو او ژوندي کولو کې د هغه قوم لپاره پر دې خبره دلايل دي چې فکر کوي پر دې خبره چې څوک دا کار کوي هغه قادر پر دې چې خلک د هغوی له مړينې وروسته د حساب او بدلې لپاره راپورته کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ