سوره الزمر (ډلې) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۴۴

قُلْ لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا ۖ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 44 ٤٤

ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته بېول كېږئ (۴۴)

تفسیر
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووایه: يوازې الله لره ټوله سپارښتنه ده، د هغه له اجازې پرته هيڅوک سپارښتنه نه شي کولای، او يوازې هغه څوک به سپارښتنه کوي چې يې ورته خوښه وي، يوازې هغه لره د اسمانونو او ځمکې پاچايي ده، بيا يوازې همغه ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ، نو پرکړنو به مو بدله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ