سوره الزمر (ډلې) (آیت 45)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۴۵

وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ ۖ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ 45 ٤٥

او كله چې الله يواځې یاد كړى شي (، نو) د هغو كسانو زړونه سخت تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري او كله چې هغه (معبودان، بتان) یاد كړى شي چې له هغه (الله) نه غیر دي (، نو) ناڅاپه دوى ډېر خوشحالېږي (۴۵)

تفسیر
او کله چې يوازې الله ياد شي، د هغو مشرکانو زړونه کرکه کوي چې پر آخرت او پر هغه څه باور نه لري چې په آخرت کې کوم بېرته راپاڅېدل، حساب او بدله ده، او کله چې هغه بوتان ياد شي چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، نو يودم هغوی خوښ او خوشحاله شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ