سوره الزمر (ډلې) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۴۶

قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 46 ٤٦

ته ووایه: اى الله د اسمانونو اوځمكې پیدا كوونكیه، د غیبو او د ښكاره وو عالِـمه، ته به د خپلو بنده ګانو په مینځ كې فیصله كوې، په هغو خبرو كې چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه (۴۶)

تفسیر
ای رسوله! ووايه: يا الله له مخکينۍ بېلګې پرته د اسمانونو او ځمکې پيداکوونکيه، په پټو او ښکاره و پوه (الله)! له تا څخه له دغه هيڅ هم نه دي پټ، يوازې ته د خپلو بندګانو تر منځ د قيامت په ورځ په هغه څه کې پرېکړه کوې چې هغوی يې په اړه په دنيا کې لانجې کوي، نو حق به له باطله او نېکمرغه به له بدمرغه بېل کړې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ