سوره الزمر (ډلې) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۵۱

فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا ۚ وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَٰؤُلَاءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ 51 ٥١

نو دغو (پخوانیو خلقو) ته د خپلو كړو عملونو بدۍ ورسېدلې او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى له دغو خلقو نه (چې قریش دي) ژر به دوى ته د دوى د كړو عملونو بدۍ ورسېږي او دوى (مونږ لره) عاجزه كوونكي نه دي (۵۱)

تفسیر
هغوی ته يې د شرک او ګناهونو بدو کړنو سزا ورسېدله، او له دغو حاضرو مشرکانو چې چا پر ځانونو د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، هغوی ته به يې د بدو کړنو سزا ورسيږي، او له الله څخه به هيڅکله پاتې نه شي او نه به پرې برلاسي شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ