سوره الزمر (ډلې) (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۵۳

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 53 ٥٣

ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۵۳)

تفسیر
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته ووایه چې د شرک او ګناهونو ترسره کولو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی: د الله له رحمت او خپلو ګناهونو له بښنې مه ناهيلې کېږئ، له شک پرته الله د هغه چا ټول ګناهونه بښي چې توبه وباسي، او بیشکه همغه توبه اېستونکو ته د ګناهونو څخه بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ