سوره الزمر (ډلې) (آیت 5)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
39
الزمر(الزمر)، آیت ۵
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ ۖ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ۗ أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ
هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه شپه په ورځ تاووي (نغاړي) او ورځ په شپه تاووي او هغه لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو مقرر كړى شوې نېټې ته روان دى، خبردار شئ! همغه ښه غالب، ښه بخښونكى دى (۵)
تفسیر
آسمانونه او ځمکه یې د پوره حکمت لپاره پېدا کړي دي، نه عبث (چټي) لکه چې ظالمان وایي، شپه په ورځ کې ننباسي، او ورځ په شپه کې ننباسي، نو کله چې یو له دې دواړو راشي نو بل پټ شي، او لمر یې تابع کړی، او سپوږمۍ یې تابع کړې، هر یو له دې دواړو څخه تر یو ټاکلي وخت پورې ګرځي چې هغه د دې ژوند ختمېدل دي، خبر اوسئ هغه ذات چې پاکې ده ورلره، داسې برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو غچ اخلي، او هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای، ډېر بخښونکی دی د هغو بندګانو د ګناهونو چې توبه وباسي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: