سوره الزمر (ډلې) (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۶۴

قُلْ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَأْمُرُونِّي أَعْبُدُ أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ 64 ٦٤

ته (دوى ته) ووایه: ایا نو تاسو ما ته حكم كوئ چې زه د غیر الله عبادت وكړم؟ اى جاهلانو! (۶۴)

تفسیر
اې رسوله! دغه مشرکان چې د بوتانو عبادت ته دې راګرځوي ورته ووايه: اې له خپل پالونکي ناپوهانو تاسو ماته امر کوئ چې له الله پرته د بل چا عبادت وکړم؟! حال دا چې د عبادت مستحق نه دی مګر یو الله، هيڅکله به له هغه پرته د بل چا عبادت ونه کړم

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ