سوره الزمر (ډلې) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۶۸

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ۖ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَىٰ فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ 68 ٦٨

او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران) (۶۸)

تفسیر
کله چې د شپېلۍ پوکولو مسؤوله پرېښته په ښکر کې پوکی وکړي، ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي مړه به شي، مګر چاته چې الله نه مړه کېدل غوښتي وي، بيا به پرېښته دویم ځل د بېرته را پورته کېدو په موخه پوکی وکړي، نو ټول به ژوندي ولاړ وي، ګوري به چې الله پر هغوی څه کوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ