سوره الزمر (ډلې) (آیت 69)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۶۹

وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ 69 ٦٩

او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي او كتاب (عمل نامه) به كېښودل شي او نبیان او شاهدان به راوستل شي او د دوى په مینځ كې به په حق (او انصاف) سره فیصله وكړى شي، په داسې حال كې چې په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي (۶۹)

تفسیر
د بندګانو د بېلوالي په موخه به د الله د تجلي (نور) له امله ځمکه رڼا شي، د خلکو د کړنو پاڼې به وغوړول شي، نبيان به راوستل شي، د محمد صلی الله عليه وسلم امت به راوستل شي تر څو د نبيانو لپاره د هغوی پر قومونو شاهدي ورکړي، الله به د هغوی ټولو ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړي، په دغه ورځ به پرهغوی ظلم نه کيږي، د انسان په بدۍ کې به زيادت نه راځي او نه به يې نيکي کميږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ