سوره الزمر (ډلې) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۶

خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۚ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ 6 ٦

هغه تاسو له يو نفس نه پیدا كړي يئ، بیا يې له هغه نه د هغه ښځه پیدا كړه او تاسو لپاره يې له څارویو نه اته جوړې پیدا كړې، هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ (۶)

تفسیر
ای خلکو! ستاسو رب تاسو له یو نفس څخه چې آدم علیه السلام ؤ پېدا کړي یاست، بیا یې له آدم څخه د هغه مېرمن حواء پېدا کړه، او تاسو لره یې له اوښ او غوا، ګډې او بېزې اته ډوله پېدا کړي، له هر ټولګي څخه یې نارینه او ښځینه پېدا کړي، د پاکۍ والا ذات مو د میندو په خیټو کې پړاو په پړاو د ګېډې او رحم او پردې په تیارو کې پېدا کوي، همدا ذات چې دا هر څه پېدا کوي هماغه الله ستاسو رب دی، یوازې هغه لره پاچایي ده، له هغه پرته بل معبود په حقه سره نشته، نو څرنګه د هغه له عبادت څخه د هغه چا عبادت ته اړول کېږئ چې هېڅ نشي پېدا کولی بلکې هغوی پېدا کېږي؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ