سوره النساء (ښځې) (آیت 100)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۰۰

وَمَنْ يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يَجِدْ فِي الْأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً ۚ وَمَنْ يَخْرُجْ مِنْ بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 100 ١٠٠

او چا چې د الله په لار كې هجرت وكړ (، نو) هغه به په ځمكه كې د اوسېدو ډېر ځایونه او فراخي ومومي او څوك چې له خپله كوره وځي، چې الله ته او د هغه رسول ته هجرت كوونكى وي، بیا مرګ دى رالاندې كړي، نو یقینًا د ده اجر په الله باندې ثابت شو، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۰۰)

تفسیر
او هغه څوک چې هجرت وکړي د کفر له ښار څخه د اسلام ښار ته لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی وبه مومي په ځمکه کې هغه چې هجرت یې ورته کړی دی بدلیدونکی حالت او ځمکه په غیر له هغې ځمکې څخه چې پریښې ده، حاصل به کړي په دې ځمکه کې عزت او پراخه رزق، او هر هغه څوک چې ووځي له خپل کور څخه هجرت کوونکی الله تعالی او د هغه رسول ته، بیا ورته مرګ راشي مخکې له رسیدلو د خپل هجرت ځای ته، نو پس یقینا ثابت شو اجر د ده الله تعالی سره، او هیڅ ضرر نه رسوي ده ته دا خبره چې دا خپل د هجرت ځای ته ونه رسیده، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي د ده د بندګانو څخه، مهرباني کوونکی دی په دوی باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ