سوره النساء (ښځې) (آیت 101)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۰۱

وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَقْصُرُوا مِنَ الصَّلَاةِ إِنْ خِفْتُمْ أَنْ يَفْتِنَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُوا لَكُمْ عَدُوًّا مُبِينًا 101 ١٠١

او كله چې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې له لمانځه نه څه حصه كمه كړئ كه تاسو وېرېدلئ له دې نه چې كافران شوي خلق به تاسو په فتنه كې واچوي، بېشكه كافران له همېشه ستاسو ښكاره دښمنان دي (۱۰۱)

تفسیر
او کله چې په ځمکه کې سفر کوئ؛ نو پر تاسې کومه ګناه نشته چې څلور رکعتي لمونځ دوه رکعتونو ته قصر کړئ، که مو د کافرانو له چل رسېدو څخه وېره لرله، بېشکه د کافرانو دښمني ستاسو لپاره ډېره څرګنده او ښکاره ده، او په صحيح سنتو سره د امن په حالت کې هم د سفر پر مهال د قصر رواوالی ثابت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ