سوره النساء (ښځې) (آیت 103)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۰۳

فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلَاةَ فَاذْكُرُوا اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمْ ۚ فَإِذَا اطْمَأْنَنْتُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ ۚ إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا 103 ١٠٣

بیا چې كله تاسو لمونځ ادا كړئ، نو الله یادوئ، په ولاړه او ناسته او په خپلو اړخونو باندې (چې پراته يئ)، بیا چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى (۱۰۳)

تفسیر
نو پس هر کله چې فارغ شوئ -ای مومنانو- د لمانځه څخه نو یاد کړئ الله تعالی لره په سبحان الله ویلو سره او په الحمد لله ویلو سره او په لا اله الا الله وحده لا شریک له له الملک وله الحمد وهو علی کل شيء قدیر ویلوسره په هر حالت کې که ولاړ یاست یا ناست، او همدارنګه که ډډه مو وهلي وي، نو پس هر کله چې ستاسو څخه ویره ختمه شوه او په امن کې شوئ نو ادا کړئ لمانځه لره پوره په ارکانو او واجباتو او مستحباتو څرنګه چې یې تاسو ته امر کړی شوی دی، بیشکه لمونځ فرض کړی شوی دی په مومنانو باندې په ټاکل شوي وخت کې، نه دی جایز وروستوالی د لمانځه د خپل وخت څخه مګر په عذر سره، دا حکم د اقامت په وخت کې دی، هر چې د سفر حالت دی نو تاسو لره بیا جمع او قصر هم جایز دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ