سوره النساء (ښځې) (آیت 105)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۰۵
إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ ۚ وَلَا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا
بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته د خلقو په مینځ كې فیصله وكړې په هغه څه سره چې الله تا ته ښودلي دي او ته د خیانت كوونكو لپاره جګړه كوونكى مه جوړېږه (۱۰۵)
تفسیر
یقینا مونږ نازل کړی تاته -ای پیغمبره- قران کریم چې شامل دی په حق باندې؛ د دې لپاره چې ته فیصلې وکړې د خلکو تر منځ د هغوی په ټولو چارو کې په هغه علم چې الله تعالی تاته درکړی او تاته یې الهام کړی نه ستا په خواهش او ستا په رایه، او ته مه کیږه د خپلو ځانونو او امانتونو سره خیانت کوونکو خلکو لره دفاع کوونکی چې ته واپس کوې د هغوی څخه هغه څوک چې خپل حق ترې غواړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: