سوره النساء (ښځې) (آیت 112)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۱۲

وَمَنْ يَكْسِبْ خَطِيئَةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِ بَرِيئًا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا 112 ١١٢

او هر څوك چې څه خطا وكړي، یا څه ګناه، بیا د هغې تور په (بل) بې ګناه پورې كوي، نو یقینًا هغه د غټ تهمت او ښكاره ګناه بار پورته كړ (۱۱۲)

تفسیر
او څوک چې وړه ګناه وکړي په غیر له قصده، او یا غټه ګناه وکړي په قصد سره، بیا متهم کړي په دې ګناه سره یو انسان چې بې ګناه وي د دغې ګناه څخه، نو پس یقینا بار یې کړ په خپل دې کار سره سخت دروغ او ښکاره ګناه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ