سوره النساء (ښځې) (آیت 113)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۱۳

وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ أَنْ يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ ۖ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِنْ شَيْءٍ ۚ وَأَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا 113 ١١٣

او كه په تا باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى (، نو) خامخا په دوى كې یوې ډلې اراده كړې وه چې تا ګمراه كړي او دوى نه ګمراه كوي مګر خپل ځانونه، او تا ته هېڅ قسمه ضرر نشي دررسولى۔ او الله په تا باندې كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) نازل كړى دى او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې، او په تا باندې د الله فضل ډېر لوى دى (۱۱۳)

تفسیر
او اې رسوله که پر تا د الله پېرزوينه ستا په ساتلو سره نه وای، نو له دغو کسانو چې له ځانونو سره خيانت کوي يوې ډلې به له حقه ستا د لار ورکۍ هوډ کړی و، چې تا به پر بې عدالتۍ پرېکړه کړې وای، خو په حقيقت کې هغوی يوازې ځانونه لار ورکي کوي، ځکه د هغوی د لار ورکۍ هڅه خپله دوی ته ور ګرځي او د الله د ساتنې له امله تاته زيان نشي رسولای، الله پر تا قرآن او سنت نازل کړل او تاته يې لارښوونه او رڼا دروښودل چې مخکې نه وو درته معلوم، او د الله پېرزوينه پر تا د نبوت او ساتنې له امله ډېره لويه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ